سیمه ییز خبرونه
امنيتي تړون بايد د ترهگرو مركزونه له منځه يوسي
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي امنيت سلاكار رنگين دادفر سپنتا وايي، چې د كابل واشنگټن امنيتي تړون بايد د افغانستان له پولو بهر د سخت دريځو او ترهگرو مركزونه په بشپړه توگه له منځه يوسي.
د افغان ولسمشر د ملي امنيت سلاكار رنگين دادفر سپنا وايي:
پاكستان د افغانستان د سولې د خبرو په بې نتيجه كيدو كې مهم رول لري.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې امريكا بايد د ليوه او پسه سياست ته پاى وركړي.
هغه د امنيتي تړون د لاسليك لپاره پر امريكا غږ وكړ، چې يا د ځانمرگو سمبالوونكي د ملگرو په توگه انتخاب كړي او يا هم د دغو بريدونو قربانيانو ته ملگري ووايي.
د سپنتا په باور، د افغانستان سوله او جگړه د پاكستان په لاس كې ده؛ نو، ځكه افغانستان تمه لري، چې پاكستان د سولې په خبرو كې صادقانه همكارۍ ته قانع كړي.
د ملي امنيت سلاكار دا ځل په ښكاره پر پاكستان تور لگوي، چې د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه كوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك لپاره د سولې پيل او يا هم د هغو عواملو افشا، چې د سولې مخه يې نيولې ده، د شرطونو په توگه وړاندې كوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې امنيتي تړون د يو طرفه سړك په معنا نه دي او څومره، چې افغانستان ورته اړتيا لري په همغه اندازه نړۍ هم ورته اړه ده.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا ولسمشر بارك اوباما په كلنې وينا كې له متحد افغانستان څخه د خپل هېواد د ملاتړ يادونه وكړه.