سیمه ییز خبرونه
د امنيتي تړون لاسليك د هېوادني امنيت اړتيا ده
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د كابل او واشنگتن تر منځ د امنيتي تړون نه لاسليك كيدو د كابينې د يو شمېر غړيو اندېښنې هم راپارولې دي.
د كورنيو چارو وزير عمر داود زي له څرگندونو يوه ورځ وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټيكنالوژى وزير اميرزى سنگين هم د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي تړون لاسليك د هېواد د امنيت لپاره اړين وگاڼه.
سياسي كارپوه مير احمد جوينده وايي، د هرې ورځې په تېريدو د كابل واشنگتن تر منځ د امنيتي تړون په اړه خبرې توديږي؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه تړون د لاسليك لپاره پخپلو شرطونو ټينگار وكړ.
د افغان ولسمشر د كابينې اندېښنې تر دې بريده رسيږي، چې د كورنيو چارو وزير په يوه غونډه كې غوښتنه وكړه، چې د سپينې ماڼۍ يو پلاوى دې د تړون په اړه د شته اندېښنو د ليرې كولو او د تړون د برخليك د روښانولو لپاره افغانستان ته سفر وكړي.