سیمه ییز خبرونه

د امنيتي تړون لاسليك له افغانستان سره د سخاوت په معنا نه دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د كابل – واشنګټن تر منځ امنيتي سند مهم بولي، خو ټينګار كوي، چې دا تړون له افغانستان سره د سخاوت په معنا نه دى.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، د افغانستان امنيت او ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دى.

جانان موسی زي همدارنګه ووېل، د كابل- واشنګټن تر منځ د امنيتي سند د لاسليك پر وړاندې د افغانستان شرطونه پر خپل ځاى دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند همدارنګه زیاتوي، چې د شانګهاى سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ناستې په درشل كې له چين څخه غوښتل شوي، چې د افغانستان په راتلونكو ټاكنو كې همكاري وكړي او د افغانستان دولت د چين او روسيې د هېوادونو د همكاريو غوښتنه وكړه.

په همدې حال كې شكېب مستغني د بهرنيو چارو وزارت د نوي وياند په توګه وپېژندل شو.

راپورونه وايي، چې جانان موسى زى په پاكستان كې د افغانستان د سفير په توګه ټاكل شوى دى.

Trending

Exit mobile version