سیمه ییز خبرونه

د امنيتي تړون نه لاسليك كېدل به طالبان د جګړې په ډګر کې غښتلي کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې د اروپايي ټولنې استازى فرانز ميشل مليبن وايي، چې د كابل او واشنګټن د امنيتي تړون د نه لاسليك كېدو له كبله به وسله وال طالبان د جګړې په ډګر كې غښتلي شي او پر ټاكنو به ناوړه اغېز وكړي.

په داسې حال كې، چې امريكا او كابل له يوه بل څخه د امنيتي تړون د لاسليك په اړوند ناهيلي شوي دي، اروپايي ټولنه اندېښنه څرګندوي، چې دا ډول حالت به وسله وال طالبان د جګړې په ډكر كې غښتلي كړي.

په افغانستان كې د اروپايي ټولنې استازى فرانز ميشل ميليبن وايي، چې دا ډول حالت به پر ټاكنو هم ناوړه اغېز وكړي.

داروپايي ټولنې استازى همدارنګه زیاتوي، زما په فكر كه تړون لاسليك نه شي، په افغانستان كې به وسله وال خوځښتونه زيات شي او په ټاكنو به هم خپل سيوري وغوړوي. زه هيله من يم، چې تړون ژر لاسليك شي او خلك په ټاكنو كې برخه واخلي.

د اروپايي ټولنې استازي وويل، چې دوى به تر دوه زره شلم ميلادي كال پورې خپلو مرستو ته دوام وركړي.

په همدې وخت كې اروپايي ټولنې د افغان پوليسو د جنايي څېړنو لپاره يو مركز پرانيست. په دې مركز درې ميليونه يورو لګښت راغلى دى.

دا په داسې حال كې ده، چې افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، چې په افغانستان كې د القاعدې پر خلاف د نړيوال ائتلاف جګړه افسانې ته پاتې كېږي.

دهغه په وېنا افغانان په داسې جګړه كې وژل كېږي، چې په دوى پورې اړه نلري.

Trending

Exit mobile version