سیمه ییز خبرونه
د امنيتي ستونزو، بېوزلۍ او نالوستۍ پر لاملونو قوانين له ملاتړ پاتې دي
د اساسي قانون نه پلي كيدل او ترې سرغړونه هغه ستونزه ده، چې تل پرې نيوكه كيږي.
د اساسي قانون پر طبيق د څار كميسيون ناامني، بېوزلي او بې سوادي هغه څه گڼي، چې په افغانستان كې يې د قانون حاكميت كمزورى كړى دى.
د اساسي قانون پر تطبيق د څار خپلواك كميسيون غړې محبوبه حقوقمل وايي، چې:
په افغانستان كې د اساسي قانون له جوړيدو ۹۰ كاله تيريږي، خو اوس هم خلك د اساسي قانون په اړه معلومات نه لري.
نوموړې زياتوي، پراساسي قانون د خلكو د پوهولو په موخه په مركز او ولايتونو كې د پوهاوي پروگرامونه پيل شوي دي.
دغه كميسيون د كابل ښاروالۍ رييسانو او كارمندانو ته د اساسي قانون په اړه د پوهاوي دوه ورځينى سمينار جوړشو.
د كابل ښاروالۍ فني او تخنيكي مرستيال عبدالاحد واحد دا ډول پروگرامونه د قانون په پلي كيدو كې گټور گڼي.
د اساسي قانون پر تطبيق د څاركميسيون وايي، چي تر اوسه په مركز او يو شمېر ولايتونو كي د اساسي قانون په اړه د پوهاوي لړۍ پيل شوې او نوره به هم پراختيا وركړي.