سیمه ییز خبرونه

د امنيتي سند نه لاسليك به پر راتلونكيو ټاكنو هيڅ اغېز ونه لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل او واشنگتن تر منځ امنيتي سند په وروستيو دوه مياشتو كې د ملي او نړيوالو رسنيو سرټكى و. پر  دې سند د دواړو لوريو له خوا د ناندرو دوام د افغانستان په بېلابېلو برخو اغېز كړى، چې كولى شو له امنيتي ستونزو څخه تر اقتصادي ننگونو اشاره وكړو.

د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس وايي، افغان ځواكونه د دې توان لري، چې د راتلونكيو ټاكنو امنيت وساتي.

ده وويل، افغانستان به د رڼو او له لاسوهنو پرته ټاكنو شاهد وي.

د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس احمد يوسف نورستانى وايي، كه امنيتي سند لاسليك شي او يا هم نه شي، پر راتلونكيو ټاكنو به هيڅ اغېز ونه كړي.

نوموړي د هېوادوالو رول په ټاكنو كې اړين بللى دى.

راتلونكيو ټاكنو ته د ټاكنو خپلواك كميسيون چمتوالى په داسې حال كې نيول كيږي، چې اوس هم امنيتي گواښونه په ځينو ولايتونو كې شتون لري او طالبان تل خلكو ته خبردارى وركوي، چې په ټاكنو كې گډون ونه كړي.

Trending

Exit mobile version