سیمه ییز خبرونه

د امنيتي سند پر سر سلا مشورې د خطر تر څنډو مخته تللي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ناټو سرمنشي وايي، كه د كابل او واشنګټن تر منځ امنيتي سند لاسليك نه شي، د ناټو ټول سرتېري به له ۲۰۱۴ كال وروسته له افغانستان څخه ووځي. نوموړى همدارنګه وايي، په افغانستان كې د ناټو د غړیو هېوادونو د پوځي حضور دوام د كابل او واشنګټن تر منځ له امنيتي سند سره تړلى.

وخت په بېړه تېرېږي خو د امنيتي سند پر سر سلا مشورې د خطر تر څنډو مخته تللي. اوس خبره د شرطونو نه ده بلكې د متحدينو په غونډو كې خبرداري ته رسېدلي دي.

د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن د سه شنبې په ورځ ( د ليندۍ ۱۲) په بروكسل كې د ناټو تړون د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د ناستې په څنډو كې د خبرو پر مهال وويل:

ناټو به هغه مهال افغانستان كې پاتې شي، چې د كابل او واشنګټن تر منځ امنيتي سند لاسليك شي.

د ناټو سر منشي همدارنګه زیاته کړه، چې كه د افغانستان او امريكا تر منځ امنيتي هوكړه ليك لاسليك نه شو، مونږ هم نه شو كولاى د ناټو لپاره يو قانوني چوكاټ وروستى كړو. مونږ هم اړتيا لرو، چې د خپلو ځواكونو د تړون شرايط ووايو، دې حالت ته په پام سره مونږ تر اوسه په افغانستان كې د خپل پوځي حضور د دوام لپاره قانوني چوكاټ نه لرو او دا امكان نه لري، چې د تجهيز، ملاتړ او سلا مشورو پروګرامونه له ۲۰۱۴ كال وروسته وغځوو، البته دا يوه داسې ټاكنه ده، چې بايد ونه ټاكل شي.

تر اتلسو مياشتو بحثونو او خبرو وروسته كابل كې مشورتي لويه جرګه جوړه شوه، چې د كابل او واشنګټن تر منځ يي امنيتي سند تائيد كړ خو له انتظار او تمې خلاف پاى ته ورسېده.

د ناټو سرمنشي د مشورتي لويي جرګې جوړېدو ته اشاره كوي او وايي، افغان ولسمشر بايد په جرګه كې د افغانستان د خلكو له غوښتنو سره سم عمل وكړي.

نوموړي زیاته کړه، زه هيله من يم، چې ولسمشر حامد كرزى د مشورتي لويي جرګې مشورې عملي كړي. د مشورتي لويي جرګې پېغام په بشپړه توګه روښان و، دا چې د كابل او واشنګټن تر منځ امنيتي هوكړه ليك بايد ژر لاسليك شي. پرېږدئ يو ټكى زه هم روښانه كړم، هغه دا دى چې له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د پوځي حضور د دوام لپاره يو مناسب قانوني چوكاټ را منځته شي.

د كابل او واشنګټن تر منځ  پر امنيتي سند بحثونه وېشلي دي. خو بايد انتظار وباسو، چې د ولسمشر حامد كرزي شرطونه چېرې رسېږي، د سقوط څنډې ته يا هم د بريا پر لور.

Trending

Exit mobile version