سیمه ییز خبرونه
د امنيتي هوكړه ليك په لاسليك كيداى شي، د گاونډيو د لاسوهنو مخه ونيول شي- كارپوهان
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
افغان حكومت له امريكا سره د امنيتي هوكړه ليك د سند متن په درې ژبو مشورتې لويي جرگې ته وړاندې كړى دى.
دسياسي چارو كارپوه غفوراحمد جاويد له دې هوكړه ليك څخه د ملاتړ تر څنگ وايي:
د دې هوكړه ليك په لاسليك كيداى شي، په افغانستان كې د گاونډ هېوادونو لاسوهنې بندې شي.
سياسي كاپوه احمد سعيدي وايي، افغانستان د نړيوالو او امريكا مرستو او همكاريو ته اړتيا لري، چې خپلې روانې ستونزې پرې حل كړي.
د سياسي چارو كارپوه عبدالواحد طاقت دا كارپوهان له دولت غواړي چې هڅه دې وكړي د سند ټولې مادې عملي بڼه غوره كړي.
كابل تل ټينگار كړى، چې دا سند بايد په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينگښت لامل وگرزي.
ولسمشر حامد کرزي ويلي، که لويې جرگې امنيتي هوکړه ليک تائيد کړ او د شورا له خوا هم تصويب شو، نو هغه مهال به لاسليک شي، چې رڼې ټاکنې ترسره شي.