سیمه ییز خبرونه
د امنيتي چارواكو د غفلت له كبله د لوگر والي ارسلا جمال ووژل شو
محمدعمر داودزي او رحمت الله نبيل د سې شنبې په ورځ(د تلې ۳۰) د مشرانو جرگې په عمومي غونډه كې د خبرو پر مهال څرگنده كړه، چې د لوگر د امنيه قوماندان، د امنيت د آمر او د ملي امنيت د رييس او څو نورو امنيتي مسوولينو دندې وځنډول شوې او دا مهال تر څېړنو لاندې دي.
د مشرانو جرگې د سې شنبې د ورځې غونډه د لوګر د والي ارسلا جمال د وژنې پر څرنگوالي را ټوله وه او سناتورانو د توضيحاتو په خاطر د كورنيو چارو وزير او د ملي امنيت سرپرست يې خپلې عمومي غونډې ته ور غوښتي ول.
د كورنيو چارو وزير محمد عمرداوود زى وايي:
د ارسلا جمال د وژنې پېښه تر څيړنو لاندې ده او د لومړنيو څيړنو پايله ښيي، چې والي په دندو كې د امنيتي مسوولينو د ناغېړۍ له وجې وژل شوى دى.
د ملي امنيت سرپرست رحمت الله نبيل وايي:
څېړنې ښيي، چې چاوديدونكي توكي په قرآن شريف كې ځاى په ځاى شوي ول.
رحمت الله نبيل زياتوي، د څو سيمه ييزو امنيتي مسوولينو دندې ځنډول شوي او له دوى څخه څېړنې روانې دي.
د كورنيو چارو وزير، چې د دوشنبې په ورځ(د تلې۲۹) لوگر ته تللى و، د دې ولايت پر امنيتي حالت يې اندېښنه وښوده.
نوموړي ژمنه وكړه، چې په دې ولايت كې به د سمونونو له لارې اوسنى حالت بدل كړي.
په داسې حال كې، چې د راتلونكيو ټاكنو د امنيت په تړاو په بېلابېلو سياسي غونډو كې اندېښنې ښودل كيږي؛ خو دغو دواړو امنيتي مسوولينو د مشرانو جرگې په عمومي غونډه كې ژمنه وكړه، چې د راتلونكيو ټاكنو امنيت به ټينگ او خلك به له خپلو حقونو برخمن كړي.
امنيتي مسوولين په داسې حال كې د راتلونكيو تاكنو د امنيت د تامين په تړاو ډاډ وركوي، چې همدا اوس په ځينو ولايتونو كې د ناامنيو له وجي د رايه وركوونكيو د نوم ليكنې مركزونه نه دې پرانيستل شوي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون، مدني ټولنې، سياسي گوندونه او ائتلافونه له امنيتي بنسټونو غواړي، چې د تاكنو امنيتي ستونزې حل كړي.