تازه خبرونه
د امنيت ساتنې په اړه د امنيتي بنسټونو راپورونه ناسم دي
د كورنيو چارو وزارت ويلي، د ټول هېواد په كچه له ۶۷۷۵ مرکزونو څخه ۳۹۶ یې ناامنه دي؛ خو د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند وايي، د دوی وروستـۍ موندنې ښيي، چې ځينې نور ټاكنيز مركزونه هم له جدي امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون چارواكي وايي، د ټاكنيزو مركزونو د امنيت ساتنې په اړه د امنيتي بنسټونو راپورونه ناسم دي.
د راتلونكې شنبې په ورځ(د وري۱۶) به ټاكنې كيږي؛ خو اوس هم د دې ملي بهير په وړاندې امنيتي ستونزې د جدي ننگونې په توگه مطرح دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور وايي:
د ناامنو مركزونو شمېره تر هغې ډېره ده، چې امنيتي ارگانونو په گوته كړي دي.
ښاغلى نور وايي، په اتلس ولايتونو كې به يو شمېر نور ټاكينز مركزونه د ناامنيو په دليل وتړل شي.
هغه په وينا، موخه په كې په ټاكنو كې د درغليو مخنيوى دى.
د ټاكنيزو مركزونو د امنيت ساتنې په اړه د ټاكنو د خپلواك كميسيون دا انديښنه په داسې حال كې راپورته شوې، چې د سولې ساتنې په چارو كې د ملگرو ملتونو د سرمنشي مرستيال د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبردارى وركړ، چې كه په راتلونكيو ټاكنو كې درغلي وشي، له افغانستان سره به د نړيوالو مرستو ژمنې اغېزمنې كړي.