سیمه ییز خبرونه

د امنيت شورا په غونډو كې به د افغانستان اړوند مسايل په لومړيتوبونو كې وي- روسيه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

روسي چارواكي وايي:

د مارچ مياشتې په لومړيو كې به روسيه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پړاويزه مشري په غاړه واخلي، او  د افغانستان اړوند مسايل به د دوى په لومړيتوبونو كې وي.

يو شمېر سياسي كارپوهان د روسيې له دې دريځ څخه هركلى كوي او وايي، روسيه كولى شي، د افغانستان روانو ستونزو ته په پام په امنيت شورا كې ښه رول ولوبوي.

د روسيې د بهر نيو چارو  وزارت مرستيال گينادي گاتيلوف څرگنده كړې، چې:

د مارچ په وروستیو کې به د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا ټول غړي او په افغانستان کې ښکېل مهم هېوادونه د وزیرانو په سطحه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په جوړیدونکې غونډه کې برخه واخلي، او ټولې خواوې به د افغانستان پرحالاتو خبرې او د دې هېواد د راتلونکيو پرمختگونو په اړه پرېکړې وکړي.

افغان سياسي كار پوهان عباس نويان او مياگل خالد د روسيې له دې دريځ څخه د هركلي تر څنگ وايي:

افغانستان روسيې ته  نږدې پروت دى او د دې هېواد د ناامنيو پېښې  يې اغيزمنولى شي؛ نو، ځكه مسكو د افغانستان حالات له نږدې څاري.

روسيه له ۲۰۱۴م كال وروسته كله، چې نړيوال ځواكونه له افغانستان څخه وځي، د دې هېواد پر راتلونكې اندېښنمنه شوې ده. روسي چارواكي ټينگار كوي، چې نړيوال ځواكونه بايد له افغانستان څخه  له وتلو مخكې د خپل ماموريت په باب د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته  د رپوټ په بڼه معلومات وركړي.

Trending

Exit mobile version