سیمه ییز خبرونه
د امنيت ټينګښت د ټاكنو د شفافيت يوازينى ضمانت دى
كه د ټاكنو تر پيل پورې امنيتي حالت ښه نه شو نو د تېرو ټاكنو ترخه تجربه به بيا تكرار شي. د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، تر څو چې د ټاكنو امنيت ټينګ نه شي د ټاكنو شفافيت به تر پوښتنې لاندې وي.
د امنيت ټينګښت اوس هم د ټاكنو د ترسره كولو لپاره يو اصلي شرط بلل كېږي.
د مشرانو جرګې يو شمېر غړى د هېواد په يو شمېر سيمو كې د امنيت د خرابېدو خبر وركوي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون رئيس فضل احمد معنوي، چې د پوښتنو لپاره مشرانو جرګې ته ورغوښتل شوى وو وايي:
د امنيت ټينګښت د ټاكنو د شفافيت يوازينى ضمانت دى.
داسې اندېښنې موجودې دې، چې د تېرو ټاكنو په شان به راتلونكې ټاكنې هم له ستونزو او جنحالونو سره مخ وي.
خو د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي بيا وايي:
د دوى ځواكونو د ټاكنو د امنيت د ساتلو لپاره پوره چمتوالى لري.
د ټاكنو د نېټي په رانيږدې كېدو سره داسې اندېښنې موجودې دي، چې د هېواد په يو شمېر سيمو كې وسله والو طالبان اوس هم د جدي ګواښ په توګه شمېرل كېږئ، خو د كورنيو چارو وزارت وايي، چې وسله وال طالبان د ټاكنو لپاره كوم جدي ګواښ نه شي پېښولاى.
بل خوا د ټاكنو تر سره كېدو ته د بودېجې كموالى بله ستونزه ده، چې يو شمېر يې په اړه اندېښنه لري، خو د ټاكنو خپلواك كميسيون دغه ادعا ردوي او وايي، چې دوى د ټاكنو تر سره كولو لپاره پوره بوديجه په اختيار كې لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي شورا له لوري د ټاكنو د قانون تر تصويب پورې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رئيس ټاكنه وځنډول شوه.
ولسمشر حامد كرزي د ارګ په ماڼۍ كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د نوي رئيس د ټاكلو لپاره مشورتي ناسته را بللې وه.
په دې ناسته كې جهادي مشرانو، د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو استازو او د عدلي اوقضايي بنسټونو مسئولينو برخه درلوده.
ټاكل شوې وه په دې ناسته كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د نوي رئيس پر ټاكلو سلا مشورې وشي، خو پرېكړه وشوه، چې په ملي شورا كې د ټاكنو د قانون تر تصويب پورې دې د تاكنو د خپلواك كميسيون د نوي رئيس ټاكنه وځنډول شي.
بل خوا د افغانستان د ګوندونو د همكاري شورا د ولسمشرۍ رياست دا مشورتي ناسته تحريم كړه.
دا په داسې حال كې ده، چې په كابل كې د ملګرو ملتونو سياسي څانګې د همدې مياشتې په لومړيو كې له حكومت غوښتي وو، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د نوي رئيس په ټاكلو كې دقت وكړي.