تازه خبرونه

د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا راټولول د حکومت لومړیتوب دی – غني

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۳, ۱۴۰۰)

ولسمشرغني نن (شنبه د زمري ۲۳) د افغانستان اوسني وضعیت په اړه په یوه پیغام کې ډاډ څرګند کړ، چې هغه به د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له سره تنظیم کړي.

غني زیاته کړې، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا د حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې پراخې هڅې شوې دي.

غني وایي، چې هغه به د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي د خپریدو مخه ونیسي.

غني ویلي؛ په داسې حال کې، چې مونږ پوهیږو تاسې د خپل اوسني او راتلونکي په اړه اندېښمن یاست. زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې د ولسمشر په توګه زما تمرکز د نورې بې ثباتۍ، تاوتریخوالي او زما د خلکو د بې ځایه کیدو پر مخنیوي راڅرخي.

ولسمشر ویلي، چې هغه به د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره کار وکړي، چې پر افغانانو تحمیل شوې جګړه نوره د بې ګناه خلکو د وژنې، د ۲۰ کلونو لاسته راوړنو له لاسه ورکولو، عامه تاسیساتو ویجاړیدو او دوامداره بې ثباتۍ لامل نشي.

هغه زیاته کړې، چې په ​​حکومت کې دننه له سیاسي مشرانو، د افغانانو بېلابېلو برخو استازیو او نړیوالو ملګرو سره د افغانستان په اړه پراخه مشورې پیل کړې دي.

هغه ویلي: مشورې ګړندۍ پرمخ ځي او پایلې به یې ډېر ژر له تاسې سره شریکې کړم.

غني زیاته کړې، چې هغه تل د افغانانو سوکالي او ویاړ غوښتی او په دې برخه کې یې خپلې هڅې نه دي سپمولي.

دا په داسې حال کې ده، چې پنتاګون یا د امریکا دفاع وزارت ويلي؛ که څه هم د طالبانو له خوا ښارونه چټک نیول کېږي؛ خو کابل تر دې دمه په ګواښوونکي چاپېریال کې ندی.

Trending

Exit mobile version