تازه خبرونه

د امنیتي تړون لاسلیک دې ټولپوښتنې ته وسپارل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ژغورنې لارې شورا د ملي یووالي حکومت څخه غواړي، چې د امنیتي تړون په لاسلیک کې بیړه ونه کړي او دا ټرون د افغانانو ټولپوښتنې ته وسپاري.

د یادې شورا مشر سیدمحمداکبر آغا ټینگارکوي، چې:

نوی حکومت باید د مرستندویه هیېوادونو تر فشار لاندې دا تړون لاسلیک نه کړي، بلکې باید د خلکو پرېکړې ته په کتو ددغه تړون برخلیک وټاکي.

له بل لوري مولوي اسدالله د ژغورنې لارې شورا غړی د وسله والو طالبانو له سیاسي مشارکت پرته د ملي یووالي حکومت د یو بام و دوه هوا سیاست لرونکی حکومت بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د افغانستان منتخپ ولسمشر داکتر اشرف غني احمدزيتیم ویلې، چې د لوړې له مراسمو وروسته به ډېر ژر امنیتي ټرون لاسلیک کړي.

Trending

Exit mobile version