تازه خبرونه

د امنیتي مسولیت له لېږد وروسته د ښځو په وړاندې ګواښونه زیات شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغان ښځو شبکې موندنې ښیي چې په هېواد کې له بهرنیو ځواکونو نه افغان لوري ته د امنیتي مسولیتونو تر لیږد وروسته ډیری ښځې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شوي.

دغه شبکه وایي، حکومت تر اوسه د ښځو د ملاتړ لپاره لکه چې تمه ده کار نه دی کړی، او له همدې کبله په ټولنه کې د ښځو رول پیکه شوی دی.

دغه موندنې د افغان ښځو شبکې د دیارلسو ولایتونو په څوارلسو ولسوالیو کې په یوه ټولپوښتنه کې چې له ۶۸۳ کسانو سره پکې مرکې شوي دي، ترلاسه شوي.

د افغان ښځو د شبکې رییسه حسینه صافۍ:

ناامني او تاوتریخوالي د دې سبب شوي چې له ښځو څخه دا جرأت واخلي څو بهر راووځي او فعالیت وکړي او په بیلابیلو برخو کې له ځان استازیتوب وکړي.            

په دغې ټول پوښتنه کې له ښځو نه پوښتل شوي چې په روغتیایي خدمتونو او د ښونې او روزنې په خدمتونو څومره لاس رسی لري، خو ځوابونه تر ډیره منفي او ناهیلې کونکې دي.

مخکې له دې د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي و چې هیڅ افغان میرمن له کوره بهر خوندي نه ده او د ټولنې دغه قشر د جنسي تیري او ناوړه بریدونو له ګواښونو سره لاس او ګریوان دی.

خبریال: احمدفرشاد صالح

Trending

Exit mobile version