تازه خبرونه

د امنیتي چارواکو استجواب له اجنډا ایستل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې د رییسانو کمیټې د ولسي جرګې د عمومی غونډې خلاف، د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتي معلوماتو د تبادلې د هوکړې په اړه د ملي امنیت د شورا د سلاکار، د ملي امنیت د رییس او مرستیال استجواب له اجنډا ایستلی دی.

د ولسي جرګي غړي په دې کار نیوکه کوي او په پر خپلي پریکړي ټینګار کوي او وایي چې په دې برخه کې هیڅ راز معامله نه شي منلی.

ولسي جرګې د دوشنبي په ورځ پریکړه کړې وه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتي معلوماتو د تبادلې، د لاسلیک شوي تفاهم لیک او په دې سند کې د لاس وهنې په اړه د ملی امنیت د شورا سلا کار، د ملي امینت رییس او مرستیال استجواب کړي.

د ولسي جرګې د ریسانو کميټې دغه پرېکړه د ولسي جرګې د غړو له سخت غبرګون سره مخا مخ شوه:

د ولسي جرګې غړی عبدالحي اخند زاده:

د استخباراتي همکاریو په تفاهم لیک کې چې کومو مسولینو دلچسپي درلوده، وکیلانو فیصله کړې وه چي دوی دې جرګې ته راشي، دا څرنګه له اجنډا څخه ایستل کیږي؛ دا یو خیانت دی او تر څنګ یې د کورنیو دندو خلاف عمل دی.

شکیبا هاشمي – دولسي جرګې غړي:

کومه پریکړه چې موږ کړې وه، د هغې خلاف عمل کیږي. دوی غواړي چې افغانستان خرڅ شي؛ خو نه شي کولای چې له افغانستان سره معامله وکړي، باید له کورنیو اصولو سره سم وشي.

عبدالرحمان رحماني – دولسي جرګې غړی:

د افغانستان او پاکستان تر منځ امنیتي هوکړه لیک په اړه ډیره مهمه او حیاتي پریکړه وشوه، هغه دا چې باید مسولین راشي او په اجنډا کې شامل شي؛ خو بیا کومه معامله وشوه چې له اجنډا څخه ایستل شوې ده.

خو د ولسي جرګې لومړی مرستیال وایي، چې د رییسانو کمیټې دا موضوع په اجنډا کې نه ده نیولې، نو دا د ولسي جرګې د غړو صلاحیت دي چې شل لاسلیکونه راټول او د امنیتي مسولینو استجواب بیرته په اجنډا کې شامل کړي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version