تازه خبرونه
د امنیتي کارکوونکیو د معاشونو د وېش ځای بدل شو
(Last Updated On: وری ۲۰, ۱۴۰۳)
مالیې وزارت څرګنده کړی، چې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره نوي کابل بانک د امنیتي کارکوونکیو معاشونه د دوی په اړوند ادارو کې ورکوي.
دې وزارت د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې په دې اړه یوه خبرتیا خپره کړې او څرګندوي؛ دوی له کارمندانو غواړي، چې “پرته له کومې امنیتي ننګونې معاشونه په خپلو اړوند ادارو کې ترلاسه کړي.”
په اعلامیه کې راغلي: د همدې موخې لپاره د مالیې وزارت غوره وګڼله، چې امنیتي کارکوونکیو ته معاشونه د نوي کابل بانک ادارې لهخوا د دوی په اړوند ادارو کې ورکړ شي او په دې توګه د هر راز امنیتي ګواښ مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې په کندهار کې د نوي کابل بانک د څانګې مخې ته یوه ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکي توکي وچول او ګڼو کسانو ته یې مرګ او ژوبله واړوله.