تازه خبرونه

د امنیتی تړون د نه لاسلیک له كبله نړيوالو درې سوه میلیون دالر ځندولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

زمونږ خبريال عبدالعزیز کریمی رپوټ راکوي، چې، ولسي جرگې د فواید عامې او ماليې وزیران د یو شمېر پروژو د نه عملی کیدو او د حلقوی سړکونو او لویو لارو د سړکونود پروژو د نیمگرتیا له كبله دچهارشنبې(د غبرگولي۲۱) عمومی غوندې ته استجواب کړل، خو د ولسي جرگې زیاتره څوکۍ تشې او وکیلان په غونده کې حاضر نه ول.

د ماليې وزیر دیو شمېر پراختیایی پروژو د نه عملي کیدو لامل د دونرانو لخوا په پراختیایی بودجه کی د ۳۰۰ میلیون دالرو ځندیدل په گوته کړل.

دفواید عامې وزیر نجيب الله اوژنوویل:

د پروژو د چارو ځند د ساختماني شرکتونو ستونزې بولي او وایي، چېکارونه ډېرې نيمگړتياوې لري. هغه د سرکونو ټیټ کیفیت مني او وایي، چې یو شمېر لابراتورانه مو د کار د کیفیت لوړولو پهموخه جوړ كړي دي.

دفواید عامې وزير په ډاگه كړه، چېیوازې ۲ زره ساختماني شرکتونه راجستر شوي، خو ډېر يې د کار وړتیا نلري او تل د پروژو چارېيې له نیمگرتیا سره مخ کیږي.

Trending

Exit mobile version