تازه خبرونه
د امنیتی ځواکونو په گډو چاڼېزو عملیاتو کې ۲۳ وسلوال وژل شوي
د هېواد امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د گډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې، چې په بغلان،کندز،سرپل،کندهار،روزگان،هرات او هلمند ولایتونو په اړوند سیمو کې ترسره شوي؛۲۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان وژل شوي، ۲۳ ټپیان دي او ۱۰ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاگه شوې، چې په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز یادونه شوې، چې دا عملیات له دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت د ټینگښت په موخه په لاره اچول شوي او په بشپړ ډاډ اوس هم روان دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه کړۍ ماینونه، چې د افغانستان دښمنانو له لورې د ترهگریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د پروان او کندهار ولایتونو په اړوند سیمو کې ځای په ځای شوي وه کشف او شنډ شول.
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانگړي توگه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او له منځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی، چې د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه د ډاډ وړ زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به له هیڅ راز سرښندو ډډه ونه کړي.
تازه خبرونه
امیرخان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو له ۲۱ کسیز پلاوي سره وکتل
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو مالي او اداري مشورتي کمیټې له ۲۱ کسیز پلاوی سره، چې کابل ته د لومړیتوبونو د څېړلو لپاره راغلی؛ په کتنه کې ویلي: اسلامي امارت نهغواړي، چې افغانستان د ډېر وخت لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه وکړي او دا مرستې باید اوس پر کار، کورنیو تولیداتو او صنایعو ولګول شي.
د دغې کمیټې مشر بچار بونګ عبدالله له امیر خان متقي سره په خبرو کې ویلي، چې کابل ته د دوی د سفر موخه په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه ده او دوی غواړي، چې د افغان لوري لومړیتوبونه وڅېړي او د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته یې وړاندې کړي.
امیرخان متقي د منځنۍ سوداګرۍ وده، پراختیایي پروژو ته پاملرنه، د کروندګرو لپاره د بدیل کښت برابرولو او په بشري مرستو پورې محدود نهپاتې کیدل مهم لومړیتوبونه وګڼل او څرګندوي، چې له څو کلنو جګړو او بې ثباتیو وروسته د ټاپي پروژې، کاسا -۱۰۰۰، افغان ټرانس اورګاډي پټلۍ سترو پرژو عملي کېدو ته زمینه برابره ده.
په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې رغلي: مرستې بايد په داسې ډول ولګول شي، چې خلکو ته کار پيدا شي، کورني توليدات او صنعت وده وکړي او افغانستان له خپلو بازارونو څخه خپلې اړتياوې پوره کړي او د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ رامنځته شي. دغه راز د کروندګرو لپاره بدیل کښت برابر او د وړو کسبونو ملاتړ وشي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي زیاته کړې؛ اسلامي امارت نه غواړي، چې په اوږدمهاله بشري مرستو تکیه وکړي، بلکې غواړي د افغانستان ملي اقتصاد پخپلو پښو ودریږي.
د دغې کمیټې غړیو په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او څرګندوي، چې په پام کې لري د وضعیت د ارزونې لپاره د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته هم سفر وکړي.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د دغه پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په تېرو درې کلونو کې نړيوالو مرستندويه سازمانونو په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې د زياتوالي او پراخېدو او د مرستو لپاره د بودجې کموالي په اړه څو ځلې خبردارى ورکړى دی.
تازه خبرونه
په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیضآباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.
د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.
تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
تازه خبرونه
د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله
د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.
حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.
د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.
د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
-
تازه خبرونه3 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
تازه خبرونه3 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
نړۍ3 days ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
سوداگري3 days ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
لوبی3 days ago
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه
-
نړۍ2 days ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس