تازه خبرونه
د امنیت شورا پرېکړه لیک په غزه کې د نسلي وژنې د پای ته رسولو لپاره لومړی ګام دی- اسلامي امارت
Last Updated on: غبرګولى ۲۴, ۱۴۰۳
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ويلي، د افغانستان اسلامي امارت په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی پرېکړه لیک د غزې د خلکو د نسلي وژنې د پای ته رسولو لپاره هغه ګام بولي، چې پر تلپاتي اوربند خبرو ته لار اواروي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د څرګندونو له مخې؛ د دې پرېکړه لیک له تصویب سره به د غزې د خلکو عادي ژوند ښه شي.
تکل وایي، د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي رژیم د جنایتونو د غندلو په ترڅ کې د یوه خپلواک دولت د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو له تاریخي حق ملاتړ کوي.