تازه خبرونه

د امیر خان متقي پر مشرۍ افغان پلاوی په دوحه کې له امریکايي استازو سره ګوري

Published

on

ټاکل شوې د یکشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت یو پلاوی، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي کوي؛ له امریکايي استازیو سره وګوري.

دوحې ته په دې دوه ورځني سفر کې امیر خان متقي او ورسره مل پلاوی به یې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي تام ویست او د بشري حقونو او افغان ښځو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره د افغانستان پر اړوند مسایلو بحث او خبرې وکړي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ويلي، د اسلامي امارت پلاوی به د بندیزونو د ختمولو، له تور نوملړ څخه د وتلو، د بانکي زیرمو خلاصولو او د افغانستان له فضايي حریم څخه د سرغړونې په اړه بحث  او خبرو ته لومړیتوب ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د اسلامي امارت پلاوی به له امریکايي پلاوي سره د لیدنې پر مهال پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړي.

افغان پلاوی به په دې سفر کې د قطر له دولتي چارواکو سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې، چې ویست او امیري به په دوحه کې د اسلامي امارت له استازیو او د افغانستان د مهمو وزارتونو له تخنیکي کارپوهانو سره وګوري او د افغانستان پر اړینو ګټو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د لومړیتوبونو په مسلو کې به د افغانانو بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او د نشه یي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې هڅې شاملې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري قزاقستان ته د خپل سفر پرمهال د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي او یو شمېر نورو قزاقستانيو چارواکو سره لیدلي او د مرکزي حکومت د ګډو مرستو او د افغان ښځو او نجونو لپاره د آسيايي هېوادونو پر همکاریو ورسره خبرې شوې دي.

Trending

Exit mobile version