سیمه ییز خبرونه
د انتخاباتي شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيو غړيو شتون رد شو
مشرانوجرگې د انتخاباتي شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيو غړيو شتون رد كړ. وړاندې له دې ولسي جرگې د ټاكنو خپلواك كميسيون د جوړښت، دندو او واكونو د قانون په ۳۳ ماده كې د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيو وگړيو شتون تصويب كړى و.
مشرانو جرگه وايې:
د افغانستان ملي گټو ته په پام مو دا اقدام تر سره كړ.
دا په داسې حال كې ده، چې ولسمشرحامد كرزي هم له وړاندې د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيو وگړيو له شتون سره مخالفت ښودلى و.
مشرانو جرگې د سه شنبې په ورځ(د لړم۳۰ ) د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيوغړيو شتون رد كړ.
د ټاكنوخپلواك كميسيون د جوړښت، دندو او واكونو قانون په ولسي جرگه كې له تصويب وروسته مشرانو جرگې ته استول شوى دى. ولسي جرگې د دې قانون په ۳۳ ماده كې د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې، چې ۵ غړي لري، د دوه بهرنيو غړيو شتون تائيد كړى و؛ خو مشرانو جرگې دا ماده حذف كړه.
د مشرانو جرگې د تقنين كميسيون رييس حافظ عبدالقيوم وويل:
په غونډه كې له ډېر بحث وروسته د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيو شتون د ملي گټو خلاف وبلل شو او پرېكړه وشوه، چې په دې كميسيون كې دې بهرنيان غړيتوب ونه لري.
د مشرانو جرگې رييس فضل الهادي مسلميار ويلي، چې:
مشرانو جرگې د ټاكنو خپلواك كميسيون د جوړښت، دندو او واكونو قانون ۳۳ ماده حذف او د اته نورو مادو په زياتولو په پېنځه فصلونو او څلوردېرش مادو كې تصويب كړ.
مشرانو جرگې په داسې حال كې د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې د دوه بهرنيو غړيوشتون رد كړ، چې ولسمشرحامد كرزي له وړاندې په دې كميسيون كې د دوه بهرنيو وگړيو له شتون سره مخالفت ښودلى و.