د هوا حالاتو بدلونونه
د انترکتیکا د کنګلونو ویلېکېدا به نړۍ ته وېروونکې وي
یوه نوې څېړنه ښیي؛ په انترکتیکا کې د کنګلونو ویلېکېدا به نړې ته د قیامت معنا ولري او کنګلونه به غوره پایله ونلاري؛ ځکه دا به د لودیځې انترکتیکا کنګلونه بې ثباته او د اوبو سطحه به ۳ متره لوړه کړي.
سپیس ټکی کم راپور ورکړی؛ د څېړونکیو دوه ډلو د اوبو لاندې روباتونه کارولی او د فلوریدا پر کچه یې په کنګلونو کې کېندنه کړي، چې په بې ساري توګه د ویلېکېدو بېلګ وڅېړي.
څېړونکو وموندله، چې د کنګلونو ویلېکېدا د درزونو پر پرتله ورو؛ خو په درزونو کې خورا ګړندي پرمخ روانه ده.
د بریتانیا کنګل پېژندونکي پتر دیویس څرګنده کړې: زموږ پایلې حیرانونکې دي؛ خو کنګلونه اوس هم ستونزمن دي.
د لویدیځې انترکتیکا کنګلونه ۱۹۲۰۰۰ مربع کیلومتره ساحه پوښي. د کنګلونو یوه برخه بحر ته ځي او د یخ پاتې برخه بېرته ساتي او پدې توګه بحر ته د تېریدو مخه نیسي.
د کنګلونو بېلېدل د سمندر د اوبو سطحه بدلوي او ګاونډ کنګلونه بې ثباته کوي.
دغه راز څرګنده شوې، چې د کنګلونو په درزونو کې د ویلېکېدا بهیر د کنګلونو لویې برخې ته مالګه رسوی او دا کار کولی شي ویلېکېدا چټکه او نړې ته وېروونکې کړي.
دا پدې معنا ده، چې درزونه او د اوبو څپې به د کنګلونو ویلېکېدا نوره هم چټکه کړي.
