د نوماندو پېژندنه

د انجینیر قطب الدین هلال لنډه پېژندنه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

< ![endif]–>

انجنیر قطب الدین هلال د مولوي ظهیرالدین دیوبندي زوی، د مولوي قیام الدین لمسی او په ۱۳۳۱ل.هـ کال د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې زیږیدلى دى.


انجنیر هلال په ۱۳۴۹ ل.هـ کال د کابل حربي ښوونځي څخه فارغ  شوی، لوړې زده کړې يې د ساختماني انجنیرۍ په څانگه کې ترسره کړي او په ۱۳۵۴ل. هـ کال د تخنیک اکاډمۍ د مهندسۍ له پوهنځي د لسانس په کچه فارغ شوی دى.


هلال له فارغيدو وروسته تر ۱۳۵٧ ل.هـ کال پورې د ملي دفاع وزارت د طرحې او ديزاين په څانگه کې د دپلوم انجنیر په توگه دنده ترسره کړي ده.


نوموړى په همدې کال کې د سیاسي فعالیتونو له کبله د وخت د کمونستي رژیم لخوا د څرخي پله زندان ته واستول شو، چې له خوشې کيدو وروسته پاکستان ته مهاجر شو.


هلال د هجرت پرمهال د انجنير گلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د سیاسي کمیتې د مشر او د دې گوند لخوا د پکتیا د ولایتي مسوول په توگه دنده ترسره کړې ده.


نوموړي په ۱۹۸۰ل کلونو کې د جهادي تنظیمونو د اتحاد د نظامي کمیسیون غړی او د حزب اسلامي د دفترونو مسوول و.

همدا راز د داکتر نجیب د رژیم له سقوط وروسته د قیادي شورای غړی هم پاتې شوى دى.


هلال په پښتو، دري، انگلیسي، اردو او عربې ژبو روانې خبرې کولی شي.


دى د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۲ل. هـ کال او د دوه يم ځل لپاره په ۱۳۷۵ل. هـ کال  کې د صدارت د لومړي مرستیال په توگه دندې ترسره کړې دي.


قطب الدين هلال د انجينير گلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د گوند مشهور غړى؛ خو اوسمهال د خپلواک کانديد په توگه د ۱۳۹۳ل کال د ولسمشریزو ټاکنو کانديد دى.


عنايت الله عنايت يې لومړى مرستيال او محمدعلي نبي زاده يې دوه يم مرستيال ټاکلى دى.


هلال واده کړى او شپږ اولادونه لري.

Trending

Exit mobile version