کوید۱۹
د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې ۹۹ سلنه خلک د کرونا له انټي باډي برخمن دي
رویټرز څرګنده کړې، چې د انډونیزیا د ډېر نفوس لرونکي ټاپو جاوا نږدې ټول اوسیدونکي د کرونا ویروس پروړاندې له انټي باډيو برخمن شوي دي.
د روان کال په مارچ میاشت کې د انډونیزیا د جاوا او بالي پر ۲۱۰۰ خلکو یوه تر سره شوې څېړنه ښيي، چې د دغو سیمو د ۱۵۰ میلیون خلکو ۹۹ اعشاریه ۲ خلک د کرونا ویروس پر وړاندې له انټي باډي برخمن شوي دي.
د اندونیزیا پوهنتون اپیډ یمولوژیست پانډو ریونووایي، چې له روغتیا وزارت سره یې ګډه سروې ترسره کړې؛ د دوشنبې پر ورځ یې رویټرز ته ویلي، چې په وروستۍ سروې کې د انټي باډي کچه د تېر سپټمبر پر پرتله ۶ سلنه زیاته شوې ده.
په انډونیزیا کې د اومیکون بڼې د ورځنيو قضیو شمېر له فبرورۍ راپدیخوا لږ شوی دی. د دغه هېواد د ۲۷۰ میلیون خلکو شاوخوا ۶۰ سلنه د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین شوي دي.
پانډو ریونو دا هم ویلي، چې قوي انټي باډي ممکن په اندونیزیا کې د اومیکرون بڼې وي.
د دسمبر په میاشت کې پر ۲۲۰۰۰ خلکو څېړنه شوې وه، چې ښيي په ټول هېواد کې ۸۶ سلنه انډونیزیایان انټي باډي لري.
د نړۍ ترټولو لوی مسلمان اکثریت هېواد په دې وروستیو کې خپلې ډېر کرونایي محدودیتونه نرم کړياو د بهرنیو سیلانیانو لپاره یې قرنطین هم معاف او د کوچني اختر په رخصتۍ کې یې د مسلمانانو پر ډله ییز تګ راتګ دوه کلن بندیز لرې کړی دی.
