د هوا حالاتو بدلونونه

د اندونیزیا په جاوا کې له اورشېندنې وروسته زرګونه کسان د چمتووالي په حال کې دي

Published

on

د اندونیزیا په ختیځ جاوا کې په زرګونه اوسیدونکي د دوشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې په دې جزیره کې د ترټولو لوړ اورشیندي د اورشېندنې له کبله د ۸ کیلو مترو په واټن کې د تګ راتګ ساحه تنګه کړه او ټول کلي یې له اړوند سیمې وویستل.

د بسارناس یوه ویاند تولیب واتلهان، رویترز ته ویلي، د اړوند ولایت د لټون او ژغورنې ډلې غره ته څېرمه د زیانونو د ارزونې لپاره تر ټولو زیانمنې سیمې ته رسېدلي دي.

پرون د باران کچه لوړه وه، چې له کبله یې د غره له سر څخه ټول مواد راکښته شول؛ خو نن تر اوسه باران ندی شوی؛ نو چاپېریال د لټون لپاره چمتو دی.

د تلفاتو راپور ورکړ شوی ندی او د هوایي سفر لپاره سمدستي خنډ نشته.

د ۳۶۷۶ مترو پر لوړوالي دغه اورشېندنه د یکشنبې پر ورځ په ځايي وخت پر ۲:۴۶ را منځته شوې ده.

د ځایی اوسیدونکیو لخوا اخیستل شوي انځورونه ښیي، چې ماونت سمرو د خړو ایرو او لوګیو یوه لویه ورېځ راکښته کوي، چې وروسته یې غر او شاوخوا د وریجو کروندې، سړکونه او پلونه وپوښل او آسمان یې له تورو لړو ډک شو. یوه ویدیو، چې د چاپېریال وزارت لخوا په تویتر کې شریکه شوې د لاوا، ډبرو او تودو ګازونو تودوخه ښیي، چې د غره له لمنې را خوټیږي.

چارواکو ویلي، خلک پر موټرسایکلونو له اورشېندنې وتښتېدل، چې نږدې ۲۵۰۰ کسان وتلو ته اړ شول.

سمرو تېر کال له ۵۰ ډېر کسان مړه کړل او زرګونه نور ترې بې ځایه شول.

دې اورشېندنې د پلازمېنې جاکارتا د ختیځ شاوخوا ۶۴۰ کیلومتره د جاوا  لویدیځ لوري ته د زلزلو لړۍ جوړه کړې وه، چې د تېرې میاشتې یوې زلزلې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه کړي دي.

دغه ۲۷۰ میلیوني هېواد د آرام سمندر د اورنۍ کړۍ په اوږدو کې پروت دی؛ ځکه، نو اندونیزیا د نړۍ یو له ترټولو ناورین ځپلیو هېوادونو څخه دی.

رویترز راپور ورکړی، چې دا هېواد د اورشېندنې  ۱۴۲ ساحې لري، چې په ۱۰ کیلو مترۍ کې یې  ۸ اعشاریه ۶ میلیون وګړي د ژوند کوي.

Trending

Exit mobile version