تازه خبرونه

د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالی د کازان غونډې ته وبلل شو

دمیتري ژیرنوف عبداللطیف منصور ته بلنه ورکړه، چې د کازان په اقتصادي فورم کې، چې د روان کال په می میاشت کې جوړیږي؛ ګډون وکړي.

Published

on

په کابل کې د روسیې سفیر د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي(سرپرست) ته د کازان په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.

دمیتري ژیرنوف عبداللطیف منصور ته بلنه ورکړه، چې د کازان په اقتصادي فورم کې، چې د روان کال په می میاشت کې جوړیږي؛ ګډون وکړي.

عبداللطیف منصور بلنه ومنله او وایي، چې په فورم کې به ګډون وکړي.

روسي ډیپلومات همدارنګه ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه به د هېواد حکومت او خصوصي سکټور ته معلومات ورکړي.

دغه راز په دې غونډه کې عبداللطیف منصور د روسیې دولتي او خصوصي شرکتونو ته بلنه ورکړه، چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ په پروژو کې په ځانګړي توګه له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې پانګونه وکړي.

د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي هم د روسیې د هغې پرېکړې ستاینه وکړه، چې اسلامي امارت یې د منع شویو ډلو له نوملړ څخه لرې کړ.

کارپوهان په دې باور دي، چې د روسیې دا اقدام د کابل او مسکو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې نورې همکارۍ زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، چې څو ورځې مخکې د روسیې حکومت اسلامي امارت د منع شویو ډلو له نوملړ څخه لرې کړ.

Trending

Exit mobile version