تازه خبرونه
د انرژۍ وزارت چارسمبالي په کابل کې د ترکیې د ایدیف بنسټ له مسوولینو سره وکتل
Last Updated on: لړم ۱۴, ۱۴۰۲
د اوبو او انرژۍ چارسمبالي وزیر په کابل کې د ترکیې د ایدیف بنسټ له مسوولینو سره په کتنه کې د ګډو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په ایکس پاڼه کې د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ عبداللطیف منصور په ځانګړي توګه د دیني پروګرامونو د پیاوړي کولو په برخه کې د دغه بنسټ د مسوولینو له لېوالتیا مننه وکړه.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دغه بنسټ مسوولینو د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي ته د دیني مدرسو، یتیم خونو، جوماتونو او نورو عامه ګټو پروګرامونو په پیاوړتیا کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د اوبو او انرژۍ وزارت د جومات د بيارغونې چارې د همدې بنسټ پر همکارۍ پلې شوي او څه موده مخکې د عبداللطیف منصور لهخوا د ایدیف بنسټ پر مالي همکارۍ د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د خاتم الانبیا يتيم خونې د رغونې چارې پرانېستل شوې.