تازه خبرونه

د انرژۍ په تصویب شوي قانون کې خصوصي سکتور ته زیاته توجه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

داوبو او انرژۍ وزارت وایي، د انرژۍ د خدمتونو په تصویب شوي قانون کې خصوصي سکتور ته زیات امکانات په پام کې نیول شوي.

دغه وزارت له خصوصي سکتور غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

برښنا شرکت بیا د دغه قانون پر تصویب خوښي ښیی او وایی د دغه قانون په تطبیق سره به افغانستان ژر خودکفا او د برښنا په صادرونکي هېواد بدل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسولین وایی، د انرژۍ د خدمتونو په تصویب شوي قانون کې خصوصي سکتور ته زیاته ونډه ورکړل شوې ده.

دوی وایی حکومت په دې برخه کې په یواځې سر ټول کارونه نه شي کولای نو اړتیا ده چې خصوصي سکتور فعاله ونډه واخلي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال شجاع الدین ضیایي:            

مونږ له خصوصي سکتورڅخه غواړو چې د بریښنا د تولید په برخه کي ملي پانګوال له حکومت سره همکاري ته وهڅوي. مونږ د برښنا د تولید ډیرې سرچینې لرو، چې په ارزانه کولای شي برښنا تولید کړي.

د برښنا شرکت وایی، د دغه قانون په تصویب سره به افغانستان ژر خودکفا او د برښنا په صادرونکي هېواد بدل شي.

د افغانستان د بریښناشرکت رییس عبدالرازق صمدي:        

مونږه به وکولی شو چې ډیر ژرد بریښنا په صادرونکي هیواد بدل شو، د ملي یوالي حکومت هم په کوردننه د بریښنا تولید په لومړیتوبونو کي نیولی.”

یو شمېر پانګوال د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته چمتودي خو له فساد سره کلکه مبارزه او امنیت د دوي عمده غوښتنې دي.

سوداګر بسم الله شیر:      

که په دولتي دستګاه کي فساد ورک شي، پانګوال حاضر دي دا نرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي.

د انرژۍ وزارت وایی، افغانستان په ټولو کې د دې توان لري چې درویشت زره میګاواټه برښنا تولید کړي خو په دې برخه کې د دوي په وینا هیڅ کار نه دی شوی.

خبریال: حال اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version