تازه خبرونه
د انسان قاچاقچیان دې له ۱ څخه تر ۳ کاله بند محکوم شي – د اسلامي امارت رهبر
په دې شپږ مادهييز فرمان کې پوځي محکمې انساني قاچاقبرانو ته لومړي ځل د يو کال، د تکرار په صورت کې دوه کاله او د درېيم ځل لپاره د درې کلونو بند د سزا ورکولو مسووليت لري.
د اسلامي امارت رهبر په یوه فرمان کې کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې د انساني قاچاقبرانو د فعالیتونو مخه ونیسي او له نیول کیدو وروسته یې نظامي محاکمو ته وروپېژني.
په دې شپږ مادهييز فرمان کې پوځي محکمې انساني قاچاقبرانو ته لومړي ځل د يو کال، د تکرار په صورت کې دوه کاله او د درېيم ځل لپاره د درې کلونو بند د سزا ورکولو مسووليت لري.
د دغه فرمان په یوه بله برخه کې د ارشاد، حج او اوقافو، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، قومونو او قبایلو، د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارتونو او دیني عالمانو څخه غوښتل شوي، چې ولس ته د قاچاقي سفرونو د پایلو، زیانونو او ناخوالو په اړه معلومات ورکړي.
همدارنګه د دغه فرمان په څلورمه او پېنځمه ماده کې د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست ته امر شوی، چې په سرحدونو او فرصي کرښو کې د قاچاق وړونکیو د فعالیتونو مخه ونیسي او په دې برخه کې کشف شوي معلومات له کورنیو چارو وزارت سره شریک کړي.
دا فرمان په داسې حال کې صادر شوی، چې په هېواد کې له سیاسي پرمختګونو وروسته بهر ته د افغانانو د کډوالۍ کچه لوړه شوې ده.