کوید۱۹

د انډوراس ولسمشره پر کرونا ویروس خته شوه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۸, ۱۴۰۰)

د انډوراس ولسمشرې سیومارا کاسټرو د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د کرونا ویروس د کتنې له پایلو یې په ډاګه شوې، چې لږ نښې لري؛ خو هېوادني کارونه به تر رغېدو پورې له کوره ترسره کوي.

دې ۶۲ کلنې لومړنۍ ولسمشرې ۱۲ کاله له هغې وروسته، چې میړه یې د کین اړخو په کودتا کې له واکه لرې شو، د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره له دوه ځلي هڅو وروسته د سلواغې پر ۷ ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د دې هېواد د ولسمشرې په توګه یې د لوړې مراسم تر سره کړل.

د تایوان د ولسمشرۍ دفتر ویلي؛ مرستیال ولسمشر ویلیم لای، چې په انډوراس کې یې له میرمن کاسټرو سره د هغې د لوړې په مراسمو کې لیدلي؛ دمګړۍ یې روغتیايي حالت ښه دی او د کرونا ویروس د ټولو کتنو پایله یې منفي راغلې؛ خو په دوه اوونیز قرنطین کې به وي.

د یادونې ده، چې د میرمن سیومارا کاسټرو د لوړې په مراسمو کې د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هاریس هم ګډون کړی و؛ خو د هغې د روغتیایي حالت په اړه تر دې دمه څه ویل شوي ندي.

Trending

Exit mobile version