کوید۱۹
د انډونیزیا ۸۵ سلنه وګړي د کرونا انټي باډي لري -سروې
(Last Updated On: مرغومی ۱۶, ۱۴۰۰)
د انډونیزیا د حکومت لخوا ترسره شوې سروې ښیي، چې د انډونیزیا ۸۵ سلنه خلک د کرونا ویروس انټي باډي لري.
روغتیایي چارواکو ويلي؛ دا روښانه نده، چې آیا دا انټي باډي به د کرونا ویروس د نوې بڼې په مخنیوي کې مرسته وکړي؟
رویټرز راپور ورکړی، چې دا سروې د انډونیزیا پوهنتون لخوا د تېر کال په اکتوبر – ډسمبر میاشتو کې ترسره شوې وه.
رویټرز په ډاګه کړې، چې دا انټي باډي ممکن د اومیکرون ډول په مخنیوي کې ګټور وي؛ خو په راتلونکیو میاشتو کې به ثابته شي.
انډونیزیا د خپل ۲۷۰ میلیون وګړیو څخه یوازې ۴۲ سلنه واکسین کړي دي.
د کروناویروس ډیلټا خپرېدل د تېر کال په جولای او اګست کې پای ته ورسید، خو هره ورځ د دې هېواد اړوند چارواکي شاوخوا ۵۰۰۰۰ د کروناویروس پېښې ثبتوي.