تازه خبرونه
د انګلستان مشرانو جرګې په افغانستان کې د خپل هېواد د ښکېلتیا په اړه بحثونه پیل کړل
د انګلستان مشرانو جرګې د جمعې پر ورځ له افغانستان سره د ستراتیژیکو اړیکو او پوځي مرستو په اړه هر اړخیزې څېړنې پیل کړې دي.
د اړوند جرګې د نړیوالو اړیکو او دفاع کمیتې څېړنه به له نړیوالو ملګرو لکه امریکا، ناتو او د افغانستان له دولت سره د انګلستان پر کار او هڅو را وڅرخي.
سربېره پردې دا کمیته به د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه له طالبانو سره د امریکا پر هوکړې د حکومت او طالبانو پر خبرو پیلولو هم بحث کوي.
انګلیستان د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ له طالبانو او القاعده سره په جګړه کې پوره ښکېل پاتې و او اوس هم څه نا څه ۱۰۰۰ سرتېري یې په افغانستان کې پاتې دي، چې په پوځي چارو کې له ښکېلتیا ډډه کوي.
د انګلستان د مشرانو جرګې مشر په افغانستان کې بې ثباتۍ ته په نغوته کې ویلي؛ مونږ هڅه کوو وپوهیږو، چې مونږ د دې هېواد په راتلونکي کې څه کولی شو؛ ځکه چې له جګړې سیاسي حل غوره دی.
دغه راز دا کمیته به د کرونا ویروس د اغېزو په اړه هم څېړنې وکړي.
.دا راکاږئ د بشپړو څرګندونو لپاره
