کوید۱۹
د انګلستان ملکه پر کروناویروس اخته شوه
د باکینګهم ماڼۍ په ډاګه کړې، چې د بریټانیا د ملکې کرونا ویروس کتنه مثبته ده.
د باکینګهم ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ ملکه الیزابیت عام زکام ته ورته لږ څه نښې لري او په راتلونکیو ورځو کې به له وینزور ماڼۍ څخه به خپلې ورځنۍ هڅې تر سره کوي.
د دغو څرګندونو له مخې؛ ملکه الیزابیت تر طبي څارنې لاندې ده او د کروناویروس په اړه ټولې روغتیایي سپارښتنې پلې کوي.
ملکه الیزابیت د خپل ولیعهد زوی شهزاده چارلز له مثبتې کتنې مخکې ورسره په اړیکه کې لیدل شوې وه.
د چارلز میرمن کامیلا هم څو ورځې وروسته له هغه کرونا شوې وه.
ملکه الیزابت ۹۵ کلنه ده او څو اوونۍ مخکې یې د خپلې واکمنۍ اویایمه کلیزه ونمانځله، چې د بریټانیا په تاریخ کې تر ټولو اوږده دوره ده.
په تېرو شاوخوا درې میاشتو کې هغه د فبرورۍ په پیل کې د واکمنۍ د کلیزې پرمهال هغه وخت ولیدل شوه، چې د ګټه اخیستونکیو له یوې ډلې سره یې ولیدل.