نړۍ
د انگلستان په روانو ښاري ناآراميو كې د وژنې شمېره پېنځو ته ورسيده
د انگلستان پوليسو د جمعې په ورځ اعلان وكړ، چې په دغه هېواد كې د ورستيو نا كراريو له لامله يو اته شپتنه كلن، چې وړاندې ټپي شوى و؛ د خپلو ټپونو له لامله يې ژوند له لاسه وركړ.
له دې سره د دغه هېواد په پيښو شويو ناركراريو كې د وژل شويو شمېر پېنځه تنو ته ورسيد .
د نړيوالو څرگندونو له مخې د انگلستان لومړي وزير ډيويډ كامرون وويل، چې:
په دغه هېواد كې د ورستيو ناركراريو له لامله شا وخوا يو زر و دوه سوه كسان په لندن ښار كې نيول شوي دي.
كامرون وايي، چې:
په دغه هېواد كې د ناكراريو د له منځه وړلو په برخه كې پرمختگونه شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې په راتلونكيو ورځو كې به هم زرگونه پوليس د لندن ښار په لارو او كوڅو كې خپلو دندو ته دوام وركړي .
نوموړي وويل، چې د لندن پوليسو د ناركراريو په وړاندې ډېرپڅ ځواب وركړى، خو اوس دغو پوليسو ته پراخ واك وركړشوى، چې د نا كراريو او د هغو د پيلوونكيو په وړاندې جدي چلند وكړي.
په نويو اختياراتو كې پوليس كولى شي په هر ډول حالاتو كې هغه كسان ودروي، چې پرمخ نقاب لري او د هغوى له مخه نقاب ليرې كړي.
دغو پوليسو ته اختيار وركړشوى، چې د ناكراريو د مخنوي په موخه له پلاستكې مرميو، زغروالو موټرو او د اوبو ويشتونكيو موټرو كار واخلي.