تازه خبرونه
د اوبو او انرژي وزیر د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له چارو لیدنه وکړه
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت ته په خپل دې سفر کې د دشتکلا ولسوالي له آیخانم بندر څخه د لیدنې پر مهال اړوند مسوولانو ته ویلي، چې په دې برخه کې دې هم د تحکیماتو پروژې چارې پیل شي.
د اوبو او انرژي وزیر محمد یونس آخوندزاده او مرستیال یې مجیبالرحمن عمر آخوندزاده تخار ولایت ته په سفر کې د پنج آمو سیندیزې حوزې د عمومي ریيس اسدالله حامد پر ملتیا؛ د تخار ولایت په ینګيکلا ولسوالي کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر لیدنه وکړه او اړوند مسوولانو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت ته په خپل دې سفر کې د دشتکلا ولسوالي له آیخانم بندر څخه د لیدنې پر مهال اړوند مسوولانو ته ویلي، چې په دې برخه کې دې هم د تحکیماتو پروژې چارې پیل شي.
دغه راز د اوبو او انرژي وزیر د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالي کې د کښتنۍ کوکچې د اوبو ګرځولو بند له سیمې څخه هم لیدنه کړې او د سپینزر شرکت د مسوولانو هغه طرحه یې وارزوله، چې له کوکچې څخه دې اوبه د کندوز ولایت ابدان دښتې ته ولېږدول شي.