سیمه ییز خبرونه
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مهارولو غوښتنه كړې
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له نړيوالې ټولنې غواړي، چې:
د افغانستان د روانو اوبو د مهارولو لپاره دې پانگونې ته ډېره پاملرنه وكړي.
د دغه وزارت چارواكي د اقليم بدلون د افغانستان د اوبو سرچينو ته تر ټولو لويه ستونزه بولي او زياتوي، چې:
د اوبو لگونې د پراخيتا پروگرام، چې په روان كال كې پيليږي تر شپږ كلونو به د نړيوال بانك په مرسته بشپړ شي .
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي:
دغه پروژه به د نړيوال بانك له خوا ورغول شي .
د دغه وزارت سرپرست وزير محمد اسماعيل خان د دې پروژې د معرفي كولو په وخت وويل، چې:
نوموړى پروگرام د روان كال په پاى كې پيليږي او تر ۱۳۹۶ل كال پورې به د ۱۴۸ ميليون ډالرو په ارزښت د نړيوال بانك په مرسته بشپړ شي .
د نړيوال بانك چارواكى له افغانستان سره په اقتصادي برخه كې د خپلو مرستو پر دوام ټينگار كوي او وايي، چې:
افغانانو د لويو پروژو د پلې كولو توان پيدا كړى دى .
په سهيل ختيځه اسيا كې د نړيوال بانك مسوول جان هنري ستن ټينگار وكړ، چې:
افغان انجنيرانو ډېرې وړتياوې تر لاسه كړي او اوس بهرنيانو ته اړتيا نه شته . تېر كال د افغانستان د اوبو د سرچينې لپاره د درې زرو ميليون ډالرو مرسته په پام كې ونيول شوه، چې له هغو پيسو څخه يې يو ميليون او نهه سوه زره ډالر افغانستان ته وركړي .
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې:
د دغې پروژې له پيليدو سره به په هېواد كې د اوبو درې بندونه جوړ شي او ورسره به د كاري فرصتونو او د هېواد د اوبو د كانالونو او بندونو د بيارغونې زمينه هم برابره شي