ساینس او ټیکنالوژي
د اورشیندنې کنري ګاز انسانانو ته زیانمن ندی – چارواکي
(Last Updated On: تله ۱, ۱۴۰۰)
رویټرز څرګنده کړې؛ د چارشنبې پر ورځ د هسپانیا په لاپالما ټاپو کې د کنري د جزیرو د اورشیندنې کارپوه میګوئل آنجل مورکونډ ویلي؛ د اورشیندنې کنري ګاز د انسانانو لپاره خطرناک ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سلفر له کچې سره کومه ستونزه نشته. په دې اړه تر سره کېدونکې څېړنې ښيي، چې یاد ګاز د انسان روغتیا ته زیان نلري.