تازه خبرونه
د اور بند پر دوه یمه ورځ د کابل په شکردره کې چاودنې ۳۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د کابل پولیسو ویلي، چې د دې ولایت د شکردرې ولسوالۍ په جومات کې یوې چاودنې د ملا امام مفتي نعمان په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي ۲۰ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې چاودنه نن غرمه شاوخوا یوه نیمه بجه د شکردرې ولسوالۍ د قلعه مرادبیک د اړوند سیمې د حاجي بخشي په لوی جومات کې رامنځته شوې ده.
سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې چاودیدونکي توکي د جومات په محراب کې ځای پر ځای شوي وه.
تر دې دمه د دې برید پړه چا پر غاړه نده اخیستې او طالبانو په چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې حکومت او طالبانو د لوی اختر پر ویاړ درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.
