تازه خبرونه

د اور بند پر لومړۍ ورځ ۴ چاودنو ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۴۰۰)

که څه هم د اوربند پر لومړۍ ورځ طالبانو او امنیتي ځواکونو پر یو بل برید ندی کړی؛ خو په کندهار، کندوز او کابل ولایتونو کې څلور چاودنو نهه کسان وژلي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د دغو چاودنو مسوولیت تر دې دمه هیچا پر غاړه ندی اخیستی.

د وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د اوربند پر لومړۍ ورځ د کومې نښتې خبر ندی ورکړ شوی؛ هېوادوال له طالبانو او حکومت غواړي، چې روان اوربند وغخوي، خکه نور خلک له جګړې ستړي شوي او غواړي له مرګ و ژوبلې خوندي ژوند وکړي.

د اوربند تر روان چتر لاندې په کندهار کې د دوه بېلابېلو ماین چاودنې له کبله اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي او حکومتي چارواکو ویلي، چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

دغه راز په کندوز کې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي.

حکومتي سرچینو څرګنده کړې؛ د  دغو چاودنو ټول قربانیان ملکي وګړي دي، چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.

نن سهار د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې ماین چاودنې د برښنا شرکت یو کارمند د وارداتي برښنا مزي د نښلولو پر مهال ټپي کړی دی.

د روان اوربند پرمهال اردو اعلان کړی، چې د طالبانو په څېر به درې ورځې اوربند مراعات کړي؛ خو د طالبانو جګړې او بریدونو ته هم چمتووالی لري.

صفي الله، چې د ځانګړیو ځواکونو سرتېری دی او د جګړې په ډګر کې پېنځه ځلې ټپي شوی هم دی؛ خو بیا هم وایي، چې سوله غواړي.

د کابل په قرغه کې د اختر پر لومړۍ ورځ وضعیت آرامه او خلکو ته د آسانه ساه اخیستو یو ښه فرصت دی، چې ساری یې په دې وروستیو کې لیدل شوی ندی.

امریکا، اروپایي ټولنې، ناتو او ملګرو ملتونو پر طالبانو غږ وکړ، چې اوربند ته روان وساتي، خو طالبانو ویلي، چې اوربند درې ورځنی دی او دوام به ونکړي.

Trending

Exit mobile version