سیمه ییز خبرونه

د اور لمبې به پاکستان هم تر خپل پوښښ لاندې راولي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ملي امنيت پخوانى رئيس وايي، كه پاكستان په افغانستان كې د سولې په برخه كې ريښتينې همكاري ونكړي، د اور لمبې به دغه هېواد هم تر خپل پوښښ لاندې راولي.

د افغانستان د ملي امنيت پخوانى رئيس اسدالله خالد هغه پخوانى افغان چارواكى دى، چې موده وړاندې په كابل كې د ځانمرګي بريد اصلي هدف و او لدې بريده ژوندى پاتې شو.

نوموړى، چې اوس په امريكا كې تر درملنې لاندې دى، وايي چې له رغېدو وروسته بېرته به هېواد ته راستون شي.

داسې ښكاري، چې ښاغلى خالد اوس له پخوا ډېر جدي شوى دى.

هغه د پاكستان له نوي حاكم ګوند څخه غواړي، چې د افغانستان د سولې په پروسې سره ريښتينې همكاري وكړي، كنه نو په وېنا يې، د اور لمبې به دغه هېواد هم لاندې كړي.

د افغانستان د ملي امنيت پخوانى رئيس اسدالله خالد د تېر كال په ليندۍ مياشت كې د هغه ځانمرګي په بريد كې سخت ټپي شوى و، چې ځان يې د سولې سفير باله.

Trending

Exit mobile version