تازه خبرونه

د اوسني حکومت ځایناستی، اسلامي حکومت دی- طالبان

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۴, ۱۳۹۹)

د طالبانو مرکچي پلاوي ایران ته د سفر پرمهال ویلي؛ له امریکا سره د کړې هوکړې له مخې، اوسنی حکومت باید له منځه ولاړ او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په پایله کې یو نوی ټولګډونه اسلامي حکومت رامنځته شي.

 د دې پلاوي غړیو په تهران کې یوې خبري ناستې ته ټینګار کړی، چې له امریکا سره د لنډ مهالي حکومت په اړه څه ندي ویل شوي او مرکچي ډلې باید د خلکو پر یوه غوره شوي حکومت؛ جورجاړي ته ورسیږي.

د لنډ مهالي حکومت په اړه د کورنیو ناندریو پرمهال طالب مرکچي پلاوي ایران ته سفر کړی او په یوه خبري ناسته کې یې څرګنده کړې، چې له امریکا سره په هوکړه کې د لنډ مهالي حکومت په اړه څه ندي ویل شوي، خو د دې هوکړې له مخې اوسنی حکومت باید له منځه ولاړ شي او یو نوی اسلامي حکومت د افغانانو د خپلمنځي خبرو په پایله کې، چې خلکو ټاکلی وي، جوړ شي.

د طالب مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین وایي: دا حکومت د خبرو او هوکړې له مخي ځي او بل حکومت د خبرو له لارې رامنځته کیږي.              

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی  خیرالله خیرخواه څرګندوي: مونږ د لندمهالي حکومت پر رامنځته کولو خبرې کړې ندي؛ دواړه پلاوي، چې د دوحې په خبرو کې برخه لري باید هڅې وکړي، چې د خبرو پر مهال د افغانانو د خوښې  او ګټې حکومت غوره کړي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.                 

حکومت وایي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ټولو مسایلو اساس له امریکا سره د طالبانو هوکړه نه ده او دا ډله باید له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د دغو څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي، چې د افغانانو تر منځ د ټولو مسایلو بنسټ له امریکا سره د طالبانو هوکړه نده.

رحمت الله اندړ ویلي: طالبان د نظام پر میکانیزم له خبرو مخکې د افغانانو د وینې تویېدو مسوول دي او پر نظام خبرې له وخت مخکې دي.  

کارپوهان ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو په ګډون یوه ټولګډونه حکومت ته اړتیا ده.

د ولسمشر پخوانی سلاکار طارق فرهادي ویلي؛ افغانستان یو ټولګدونه حکومت ته اړتیا لري، چې طالبان په کې راجلب شي او جګړه پای ته ورسوي.           

ولسمشر غني له دې مخکې ویلي وه، چې لنډ مهالی حکومت نه مني؛ ځکه بدمرغي او وینې توېېدنې به را منځته کړي.

Trending

Exit mobile version