سیمه ییز خبرونه
د اوسپنې پر حاجي گك كان پانگونه اتيا سلنه ته راټيټيږي
هندي چارواكو د ۲۰۱۳م كال په ورستي گزارش كې په ډاگه كړې، چې د افغانستان د حاجي گك د اوسپنې كان پانگونه به اتيا سلنې ته راټيټوي.
د هند د فولاد وزارت چارواكي وايي:
پر دې پروژې د څه نا څه لس ميليارد دالرو طرحه د مالي مرستو د نه ترلاسه كولو پر لامل دوه ميليارد دالرو ته راټيټه شوې ده.
د دوى په وينا، هندي شركتونو د پانگونې نوي شرايط، چې يوازې دوه ميليارد دالر كيږي، منلي دي.
دا ډله، چې د هند فولاد اداره يې مشري كوي له هغې وروسته دې پركړې ته رسيدلې، چې د هند مالي ادارې پر نوموړې پروژې پانگونې ته غاړه كينښوده.
د كانونو او پطروليم وزارت وياند محمد رفيع رفيق وايي، چې تر اوسه كوم رسمي سند په دې اړه تر لاسه شوى نه دى.
د نوموړي په وينا، په لومړي پړاو كې د هند له كنسرسيوم سره خبرې بريالۍ تر سره شوي او د تړون پر ټولو خواوو هوكړه شوې ده.
د ترسره شوې سروې له مخې د جاجي گك څه نا څه 1.8 ميليون ټنه تيږه ۶۴ سلنه غلظت لري، چې په نړۍ كې د اوسپنې لومړى درجه كان گڼل شوى دى. د دغه كان د كيندنې كار به د اټكل له مخې په روان زيږديز كال كې پيل شي.
د ۲۰۱۴م كال له پيل سره د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال او د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس د هېواد نهه شمال ولايتونو د واليانو او پوځي چارواكو سره د يوې گډې ناستې پر مهال په دغه حوزه كې د ټاكنو د امنيت جاج واخيست.
د هېواد په شمال كې د پوځ قوماندان زلمى ويسا وايي، چې د نهه شمال ولايتونو د راييو مركزونه راتلونكيو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو ټاكنو ته چمتو دي.
په شمال كې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان زلمى ويسا زياتوي، چې په تېرو درې مياشتو كې پرله پسې عمليات د دې لامل شوي، چې د هېواد په شمال كې د ټاكنو يوولس لويو مركزونو ته د تاكنو اړونده مواد په سالمه توگه ورسيږي.
د نوموړي په وينا، اوسمهال افغان پوځيان د هېواد د شمال او شمال خيتځو ولايتونو پر يو سل و څوارلس ولسواليو ولكه لري.