کوید۱۹

د اومیکرون د خپرېدو له کبله امریکا د سویلي آفریقا پر مسافرینو بندیز ولګاوه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۴۰۰)

د امریکا روغتیایي چارواکو د کرونا ویروس د اومیکرون بڼې له خپریدو وروسته سر له ننه د سویلي آفریقا پر مسافرینو بندیزونه پلي کړل.

چارواکي وايي، چې له سویلي آفریقا څخه د کرونا ویروس د دغې خپرې شوې بڼې حېړنه لږ وخت غواړي؛ تر هغې به یې پر مسافرینو بندیزونه لګېدلي وي.

د کرونا ویروس اومیکرون بڼه  لومړی په سویلي آفریقا کې ثبت شوې او بیا ټولې نړۍ ته چټکه خپره شوې ده.

د امریکا روغتیایي چارواکو ویلي: مو ډاډه یو، چې یاد ویروس دلته رالېږدول شوی دی. مونږ د هغو اخته کسانو شمېر ارزوو، چې د اوونۍ په پای کې دلته راغلي دي.

د خوړو او درملو د ادارې پخوانی کمیشنر سکاټ ګوټلیب پرون سي بي اس ته ویلي؛ سره له دې، چې کرونا ویروس په اړه ډېر څه ندي پېژندل شوي؛ خو واکسین اوس هم یوه اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې: که تاسې له هغو خلکو سره خبرې وکړئ، چې د واکسین په څانګه کې کار کوي؛ ډاډه بشئ، چې د بوسټر واکسین درې بشپړ دوزونه به د دغې نوې بڼې پر وړاندې نسبتا خوندي وي.

د یادونې ده، چې په سلو کې دېرش امریکایان تر اوسه واکسین شوي ندي.

Trending

Exit mobile version