کوید۱۹

د اومیکرون له کبله د نړۍ هوایي شرکتونو زرګونه الوتنې ودرولې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۴, ۱۴۰۰)

رویټرز راپور ورکړی، چې د کرسمس له رخصتیو سره همهاله سوداګریزو هوایي شرکتونو د کرونا ویروس د اومیکرون بڼې د خپریدو د مخنیوي لپاره زرګونه الوتنې درولي او یا هم ځنډولې دي.

راپور زیاته کړې؛ د اومیکرون څپې د نړۍ په کچه سوداګریز هوايي شرکتونه اړ کړي، چې د کرسمس د رخصتیو د بوختو ورځو په وروستۍ اوونۍ کې له ۴۵۰۰ څخه ډېرې الوتنې وځنډوي.

رویټرز زیاته کړې، چې په ټوله نړۍ کې هوایي شرکتونو پرون (جمعه د مرغومي ۳) شاوخوا ۲۴۰۱ الوتنې لغو کړې او نږدې ۱۰۰۰۰ نورې یې وځنډولې.

په امریکا کې درې هوایي شرکتونو د کرسمس پر ماښام له ۳۰۰ څخه ډېرې الوتنې لغو کړې دي.

یونایټیډ ایرلاین د جمعې له سهار راپدیخوا ۱۶۹ الوتنې لغو کړې او څرګندوي، چې د اومیکرون په پېښو کې زیاتوالي د الوتنې عملې کمښت رذامنځته کړی دی.

امریکا یو شمېر ګرځندوي ځایونه لکه هسپانیه، فرانسه، جرمني، یونان، ایټالیا او بریتانیا هم د اومیکرون د لوړ خطر د لرونکیو هېوادونو په توګه نوملړ کې شمېرلي دي.

پر الوتنو سربېره د اومیکرون خپریدو د نوي کال پلانونه هم له خنډ سره مخ کړي دي.

په نیویارک کې د نوي کال د ټایمز سکویر جشن، چې په کې لږ تر لږه ۵۸۰۰۰ خلکو ګډون کاوه؛ سږکال ۱۵۰۰۰ ته راټیټ شوي. دغه راز باید ټول ګډونوال، چې عمرونه یې له ۵ کلونو پورته وي؛ باید د واکسین کولو اسناد له ځان سره ولري.

د راپور له مخې، په امریکا کې د کرونا ویروس خپریدل مخ ډېر شوي دي.

له بلې خوا په اروپا، ایټالیا، هسپانیه او یونان کې د ماسک کارول لازمي شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په هالنډ کې د قرنطین سخت بندیزونه لګول شوي دي.

Trending

Exit mobile version