نړۍ
د اووه هېوادونو ډله له روسیې څخه د سرو زرو پر وارداتو بندیز لګوي
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې د اووه هېوادونو ډله به له روسیې څخه د سرو زرو پر وارداتو بندیز ولګوي.
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون هم ویلي، چې امریکا، انګلستان، جاپان او کاناډا به د روسیې اولیګارشان پر نښه او د پوتین د جنګي ماشین زړه ولړزوي.
تېر کال روسیې د سرو زرو له صادراتو څخه شاوخوا ۱۵میلیارده او ۵۰۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړی و.
د اووه هېوادونو ډله به د سې شنبه، چې د دې ډلې د سرمشریزې وروستۍ ورځ ده؛ د آلمان په سویل باواریا کې پر رسمي بڼه له روسیې څخه د سرو زرو واردات وځنډوي.
جي – ۷ هېوادونو ډلې له دې مخکې پر مسکو د اوکراین د یرغل له کبله سخت بندیزونه لګولي دي.
بایډن لیکلي: امریکا د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د هڅو د مخنیوي لپاره بې ساري لګښتونه کړي او امریکا غواړي روسیه له هغو عایداتو بې برخې کړي، چې د اوکراین پروړاندې ترې د جګړې اړتیاوې پوره کوي.
