تازه خبرونه
د اوړو د صادراتو د کمیدو پر لامل د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راځي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پاکستان د سوداگرۍ وزارت په پام کې لري، چې افغانستان ته د هغه هېواد د اوړو د صادراتو د کمیدو پر لامل یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راځي.
د پاکستان د خواراکې توکو، مالیې، تکنالوژۍ او علومو وزارتونو او د ملي عوایدو د ادارې استازي وروسته له هغې په دې اقدام سلا شول، چې په پاکستان کې د اوړو سوداگرو پر پاکستاني اوړو د افغانستان لخوا د گمرکي تعرفې د لوړیدو ادعا وکړه.
د افغانستان د سوداگرۍ وزارت ویاند د پاکستاني اړخ د ادعاوو په ردولو ویلي، چې پر وارداتي اوړو گمرکي تعرفه نه ده لوړه شوی او همداشان د افغانستان حکومت د پاکستاني اوړو د واردولو د بندولو په اړه هیڅ ډول تصمیم نه دی نیولی.