تازه خبرونه
د اوکراین او روسیې جګړې په افغانستان کې د خواړو او سون توکو بیې لوړې کړي
د خواړو نړيوال پروګرام خبرداری ورکړ؛ په اوکراين کې د روسيې جګړې د نړۍ پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی او په افغانستان کې د خواړو او سون توکو بيې په بې سارې توګه لوړې شوې دي.
په هېواد کې له وروستیو بدلونونو او له ژور اقتصادي بحران وروسته د افغانیو پر وړاندې د ډالر د تبادلې نرخ هم لوړ شو، چې له کبله یې د خوراکي توکو او تېلو بیې لوړې شوې. اوس له شاوخوا اته میاشتو وروسته ډالر د افغانیو په مقابل کې خپل ارزښت یو څه ټيټ کړ؛ خو نرخونه لوړ پاتې دي.
د خواړو نړیوال پروګرام (WFP) د اوکراین کړکېچ د افغانستان له وضعیت سره تړلی او خبرداری یې ورکړی، چې پر اوکراین د روسیې یرغل د نړۍ اقتصاد ته زیان رسولی او په افغانستان کې یې د خوراکي توکو او نفتو بیې لوړې کړې دي.
د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند شیلي ټکرال د افغانستان پر وضعیت د اوکراین د کړکېچ د اغېزو تر څنګ ټینګار کړی، چې په تېرو اته میاشتو کې د خوراکي توکو بیې په سلو کې څلوېښت لوړې شوي او پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته بیې نورې هم اغېزمنې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په داسې حال کې مخ پر لوړېدو دي، چې ۹۵ سلنه افغانان دومره خوراکي توکي یا پیسې نلري، چې خواړه واخلي.
یو شمېر هېوادوال وايي، د خوراکي توکو او د اړتیا وړ توکو د بیو له لوړېدو سره سره که څه هم د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت رالوېدلی، خو د خوراکي توکو او تېلو پر بیو یې ډېر اغېز ندی کړی.
دوی زیاته کړې، تر هغې، چې افغانستان له یو مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل نشي، دا ستونزې به موجودې وي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحما محب ويلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصادي زیربناوو پر جوړولو کار وکړي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر کابل ته د سفر پر مهال د اوکراین جګړې ته په نغوته کې خبرداری ورکړی و، چې نړیواله ټولنه ښایي خپلې ځینې مرستې نورو هغو هېوادونو ته واړوي، چې له بشري ناورین سره مخ دي.