نړۍ

د اوکراین او روسیې د نسلي وژنو ادعاوې نړیوالې محکمې ته وړاندې کیږي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۴۰۰)

رویټرز څرګندوي؛ اوکراین به د دوشنبې پر ورځ د م.م له سترې محکمې وغواړي، چې د روسیې د نسلي وژنو او بریدونو د درولو په اړه یوه بېړنۍ سپارښتنه وکړي.

که څه هم د محکمې حکمونه د منلو لپاره دي او هېوادونه هم ترې سرغړونه نکوي؛ خو دوی یې پلي کولو ته خپله وسیله نلري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي: د اوکراین په ختیځ کې د هغو کسانو د ملاتړ او ژغورنې لپاره، چې له ځورونې او نسلي وژنې سره مخ دي؛ د روسیې دغو ځانګړيو پوځي هڅو ته اړتیا رامنځته کړې، چې لومړۍ یا یوازنۍ ژبه یې روسي ده.

د اوکراین د دعوې له مخې؛ د روسیې د نسل وژنې ادعا ناسمه ده او په هیڅ صورت د یرغل لپاره قانوني جواز وړاندې کولی نشي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا قضیه په نړیواله محکمه (ICJ) کې ثبت شوې، چې د نسلي وژنې د مخنیوي په اړه د دواړو هېوادونو لخوا ۷۲ کاله مخکې لاسلیک شوې او د اختلافاتو د حل یوازنی بنسټ منل شوی دی.

تېره اوونۍ د نسلي وژنې څېړنیزې نړیوالې ټولنې اجرائیوي بورډ په ډاګه کړې، چې پوتین د نسلي وژنې له اصطلاح ناسمه او ناوړه ګټه اخیستې ده.

د یاد بنسټ مشرې میلاني اوبراین رویټرز ته ویلي: هیڅ داسې سند نشته، چې په اوکراین کې دې نسلي وژنه روانه وي.

په هاګ کې د روسیې سفارت دمګړۍ په دې اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب ورکړی ندی.

نړیواله محکمه کولی شي په څو ورځو یا اوونیو کې د لنډمهاله بېړنیو هڅو سپارښتنه وکړي، چې د وضعیت د خرابیدو مخه ونیسي.

رویټرز راپور ورکړی، چې اوکراین په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا د کریمیا له الحاق وروسته له محکمې څخه د لنډمهاله هڅو غوښتنه وکړه او ICJ دواړو خواوو ته امر وکړ، چې دا لانجه نوره خرابه نکړي.

د اوریدنې ناسته پر سیمه ییز وخت د سهار پر ۱۰ بجو پیل کیږي او اوکراین به لومړی خپله قضیه وړاندې کړي. ټاکل شوې، چې روسیه به د سې شنبې پر ورځ ځواب ورکړي.

Trending

Exit mobile version