نړۍ
د اوکراین د پلازمېنې په محکمه کې پر چاودنې یو کس ووژل شو
د اوکراین کورنیو چارو وزیر ایګور کلیمینکو ویلي؛ د کیف محکمه د چارشنبې پر ورځ ( د چنګاښ ۱۴ ) د یو ځانمرګي برید شاهده وه، چې په کې بریدګر وژل شوی او دوه امنیتي ځواکونه ټپیان دي.
نوموړي په ټولنیزو شبکو کې په ډاګه کړې؛ د دې برید ترسره کوونکي د پېښې په ځای کې سا ورکړې ده.
د لومړنیو څرګندونو له مخې بریدګر خپل چاودیدونکي توکي چولي، چې ورسره دوه اوکرایني پولیس ټپیان شوي دي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ د کیف پولیسو ته په سیمهییزه محکمه کې د چاودنې خبر ورکړ شو او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته واستول شول.
کلیمینکو په ټولنیزو شبکو کې په ډاګه کړې: د کیف په شوچینکوفسکي محکمه کې د بېړني حالت له رامنځته کیدو سره پولیسو د چاودنې په اړه معلومات ترلاسه کړل او د پولیسو څېړنیزې ډلې، ځانګړي ځواکونه، د چاودیدونکیو توکو څانګوال او نور اړین تجهیزات د پېښې ځای ته ورسېدل.
کلیمینکو زیاته کړې: د لومړنیو معلوماتو له مخې: هغه سړی، چې د محکمې په غونډه کې حاضر و؛ د ناڅرګندو توکو چاودنه یې وکړه.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر د پېښې د جزئیاتو پر څېړلو ټینګار کړی او د پلازمېنې له اوسېدونکیو یې وغوښتل، چې د پېښې ځای ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او مرستندویه ډلو ته د کار اجازه ورکړي.
